پنجشنبه , 25 اپریل 2024

هند د پاکستان په بالاکوټ سیمه د هوایي بريد په اړه معلومات ورکړل .

د هند حکومت د لومړي ځل لپاره د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د خپل هوايي برید په اړه معلومات ورکړل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا په پاکستان کې برید نه؛ بلکې د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې پر وړاندې برید و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار وایي، که پاکستان نه غواړي، چې د هند دغه ډول هوایي بریدونه دوام وکړي؛ نو ښه ده چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملي اقدام وکړي.

هند وايي پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی دی او ددې اړتیا ده، چې نور د دغه پدېدې د روزنې او کارونې چاره پرېږدي.