پنجشنبه , 25 اپریل 2024

هند غواړي له افغانستان سره دترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي

د هند په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو هندي رسنیو ته ویلي دي، هند غواړي د افغان ځواکونو په تجهیز، روزنه او همدا راز له دغه هېواد سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مرسته وکړي.

د سرچینې په وینا د امریکا له ټینګار وروسته هند ژمنه کړې چې د افغان پوځ د ظرفیتونو په لوړولو او همدا راز نظامي برخو کې به مرسته کوي. دغه سرچینه همدا راز وايي، د یادو مرستو په لړ کې به ډېر ژر ام ای-۳۵ جنګي الوتکې افغان پوځ ته ورکړل شي. هند ویلي د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان له مخې هندي حکومت هم غواړي ددغه هېواد د نظامي پياوړتیا په برخه کې همکارۍ وکړي.

د سرچینې په وینا په نږدې راتلونکې به د هند او افغانستان تر منځ پر یو لړ مهمو مسایلو لیده کاته هم وشي او ددواړو هېوادونو همکارۍ، سوداګري او مرستې به تر بحث لاندې و نیول شي.