پنجشنبه , 28 مارچ 2024

هند وايي ، دیو ښه ملګري په توګه تل دافغانستان ترڅنګ ولاړ دې

هند وایي، ملګري ملتونه او د نړۍ هېوادونه دې هڅه وکړي چې له افغانستان سره نېږدې پاتې شي.

په امریکا کې د هند سفیر نویتج سرونا ویلي، د نړۍ هېوادونه دې له افغانستان سره نېږدې پاتې شي او ددغه هېواد په پرمختګ او وده کې دې خپله ونډه واخلي.

سرونا ویلي، هند د یوه ښه ملګري په توګه تل د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او ددغه هېواد په پرمختګ او وده کې یې د پام وړ هڅې کړې دي.

ده ویلي د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د هند هڅې لا هم دوام لري او د ظرفیتونو د لوړلو لپاره افغانانو ته هر کال سلګونه تحصیلي بورسونه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې هند اوس هم د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پروژې لري.

سفیر زیاته کړې چې هند هڅه کوي د افغانستان او افغانانو په اقتصادي او سیاسي پرمختګ کې خپله ونډه نوره هم ډیره کړي.