پنجشنبه , 25 اپریل 2024

هند وایې:پر پاکستان دامریکایې مرستو ځنډیدو په اړه قضاوت به له وخته مخکې خبره وي

هندي چارواکو پاکستان ته د امریکا د ١.٩ میلیارد ډالرو امنیتي مرستې د بندیدو په اړه په محتاطانه ډول خوشبینې ښودلې. د امریکا متحده ایالاتو ویلي پاکستان ته د ١.٩ میلیارد ډالرو امنیتي مرستې ورکول تر هغې ځنډوي چې اسلام اباد د افغان طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام نه وي کړی.

په نوي ډهلي کې د یوه څیړنیز مرکز رئیس آروند گوپتا وایي، له وخت مخکې ده چې د ولسمشر ټرمپ د اقدام په اړه قضاوت وشي، خو دا ډول لید لوری تازه او نوی دی. دده په وینا باید انتظار وشي چې امریکا تر کومه پر خپل دريځ درېږي او یا د پاکستان پر وړاندې دغه اقدامات څومره عملي برېښي. هند یو له هغو هېوادونو دی، چې پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي او په ځلونو یې له ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې دغه هېواد د ترهګرو ملاتړی هېواد معرفي کړي.