هند کې د افغانستان سفیر استعفا وکړه

ټاکنو کمیسیون وايي، یوه ورځ هم د ټاکنو ځنډیدل نه غواړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د تلې میاشتې د اته ویشتمې پارلماني ټاکنې ورته سرې کرښې دي او نه غواړي چې له دې نېټې یوه ورځ هم وځنډېږي.

د دغه کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد پرون په یوه غونډه کې له سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو وغوښتل چې په خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو کې ورسره مرسته وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بیا وایي، د ټاکنو د احتمالي ځنډ عاملین به هغه کسان وي چې اوس د دوی په باور، په ښکاره د دغه بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون او یو شمېر سیاسي ګوندونو ترمنځ روانو ناندریو په ملي او نړیواله کچه د ټاکنو د ځنډ اندیښنې رامنځ ته کړي، خو ټاکنیز بنسټونه وایي، دوی له خپله اړخه د ټاکنو په وخت ترسره کېدو ته بشپړ چمتووالی لري.

نیوز