چهارشنبه , 24 اپریل 2024

هګۍ اعصاب او هډوکي پياوړي کوي

د ناسحرنۍ لپاره باید لومړنی انتخاب هګۍ وي ځکه د هګيو په ترکيب کې داسې مواد شامل دي چې د مختلفو ناروغيو په مخنيوي کې مرسته کوي.

هګۍ د کولین نومې موادو غوره سرچینه ده، چې د اعصابو انتقالي سیسټم په پیاوړي کولو کې مهمه ونډه لري.

هګۍ د اعصابو روغ ساتلو کې ډېره مرسته کوي. د هګۍ ژېړ خاصه اندازه فولیټ لري کوم چې عصبي حجرات فعال ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت له پخوا چټک او زیاتيږي.

هګیو کې شته ویټامین بي – ۱۲ د اعصابو لپاره دفاعي سیسټم جوړوي.

هګۍ د ویټامین ډي غوره سرچينه هم ده. کوم چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډېر اړین دي.

له دې سربیره په هګیو کې شته کلسیم او فاسفورس په بدن کې اوستیوپروسېس نومي مواد له منځه وړي او هډوکي لا پیاوړي کوي.

هګۍ زیاته اندازه پروټین لري چې په همدې اساس هغو کسانو لپاره چې غواړي پیاوړې عضلې ولري یو غوره انتخاب دی.

د هګيو لږ خوراک هم د مړښت سبب کيږي او د وزن په کمولو کې مهم رول لري.