د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اګست ۱۵ په نړۍ کې د ترهګرۍ د قربانیانو د یادولو ورځ اعلان کړې ده، چې پرون په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
افغانستان کې داسې وخت د ترهګریزو پېښو د قربانیانو یادونه وشوه، چې د چارواکو په حواله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر ۴۸ کسه ووژل او ۶۷ نور یې ټپیان کړل.
په غزني ولایت کې بیا د حکومتي پوځیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو له امله لسګونه کسان ووژل شول او سلګونه نور زخمیان دي.
افغانان وایې چې د غزني ښار په وروستیو دوو لسیزو کې داسې سوځېدلی او ملکیان یې نه وو وژل شوي، چې د تیرې اونۍ په جګړو کې وشول.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشران وایې چې په تېرو نهو کلونو کې شاوخوا ۶۴۰۰۰ ملکیان د ترهګریزو پېښو قرباني شوي دي، چې په دې رقم کې ۶۴ سلنه ټپیان او ۳۶ په سلو کې خلک وژل شوي دي.