هېواد کې د هر ډول ناروغۍ د درملنې اسانتیا رامنځته شوې

د عامې روغتیا وزارت وزیر فیروز الدین فیروز کابل کې خبریالانو ته وویل،په تېرو څلورو کلونو کې د درملنې په موخه بهر ته د تلونکو ناروغانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

نوموړي په خپله یوه تازه مرکه ویلي، له دې مخکې به افغانانو هر کال ۲۸۰ میلیون ډالر په بهرنیو هېوادونو کې په درملنه لګول، چې اوس دغه شمېره ۲۱۰ میلیون ډالرو ته راښکته شوې ده او د تېرو کلونو په پرتله بهر ته د درملنې په موخه د تلونکو ناروغانو شمېر ۲۵ سلنې ته را ښکته شوی دی.

هغه وویل، اوسمهال په هېواد کې د ګڼ شمېر ناروغیو د درمنلې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په دې برخه کې د لا ډېر پرمختګ هڅې روانې دي. د عامې روغتیا وزیر وایي، راتلونکی کال به هېڅ افغان ناروغ اړ نه وي، چې بهر ته د درملنې په موخه ولاړ شي او ډېرې پیسې ولګوي.