پنجشنبه , 25 اپریل 2024

اوبه مو درملنه کوي ؟

ژباړن: ايمل ساپى

په جاپانيانو کې دا معمول دى چې هره ورځ سهار له خوب نه د پاڅيدو سره اوبه څښي!

د جاپاني ډاکټرانو څيړنې ښيى چې خالصې اوبه د لاندې ناروغيو سل فيصده درملنه کولاى شي.

سرطان ، سر درد ، سترګو درد ، د غوږونو او پزې درد ، قلبي سيستم ، د زړه د ضربان د چټکوالي، له حد نه د ډير چاغوالي، د برونشيټ ، سيل، مننژيټ، ادرار، استفراق، د معدې درد او اسهال دي.

د اوبو د استعمال وخت او طريقه!

١ : کله چې له خوبه پاڅيدئ مخکې تر دې چې مسواک او يا هم برس استعمال کړئ ٤×١٦٠ ميلي ليتره اوبه وڅښئ.

٢ : ورپسې غاښونه برس يا مسواک کړئ خو تر پنځه څلويښت دقيقو هيڅ مه خورئ.

٣ : له ٤٥ دقيقو وروسته په نورماله توګه وخورئ او وڅښئ.

٤ : تر سهارنۍ وروسته د پنځه لس دقيقو لپاره او د غرمې او شپې ډوډۍ وروسته تر دوه ساعته هيڅ مه خورئ او مه څښئ

٥ : هغه کسان چې عمر يې ډير وي او يا ناروغ دي په پيل کې دې په ورځ کې څلور ګيلاسه اوبه نه څښي بلکې په کراره دې په ورځ کې په څلور ګيلاسه اوبو ځان عادت کړي.

 

د پورته نسخې په عملي کولو سره کولاى شئ خوشحاله او له ناروغيو لرې ژوند ولرئ.

دا لاندې ليست د ځينو ناروغيو د درملنې د کنټرول او کموالي لپاره دى چې تر ټاکلې نيټې بايد هره ورځ د ورځې څلور ګيلاسه اوبه وڅښل شي.

١ : د وينې د لوړ فشار لپاره (ديريش ورځې)

٢ : د معدې د ګيس او نورو ناروغيو د مخنيوي لپاره (لس ورځې)

٣ : د شکر د ناروغۍ لپاره (ديريش ورځې)

٤ : د سرطان د ناورغۍ لپاره (١٨٠ ورځې)

٥ : د تبرګلوز د ناروغۍ لپاره (٩٠ ورځې)

٦ : دغه کړنلاره تاسې ته ناروغي نه پيدا کوي خو ښايي په لومړيو کې مو د تشو بولو لپاره تشناب ته اړ کړي.

دا به ښه وي چې اوبو څښلو ته په مهال ويش کې ځاى ورکړو ترڅو اوبه وڅښو او سالم او روغ واوسو.

دا د هغه چا لپاره ده چې د يخو اوبو څښلو ته ليواله دي او دا مقاله هم تاسې ته ليکل شوې ده له خوړو وروسته يو ګيلاس يخې اوبه څښل هم له ګټو خالي نه دي.