سه شنبه , 23 اپریل 2024

وسله والو په کابل ښار کې یو دیني عالم وژلی

نن سهار شاوخوا اولس بجې په پلازمېنه کابل ښار کې یو بل دیني عالم او حقوق پوه د وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.

راپورونه وایي چې مولوي شبیر احمد کامه وال د هېواد نوموتی دیني عالم او حقوق پوه د وسله والو موټرسایکل سپرو په برید کې په کابل ښار کې وژل شوی دی.

هغه په کابل کې د افغانستان د نړیوال حقوقي بنسټ مشر هم و. تر اوسه کومې ډلې د نوموړي د وژل کېدو پړه نه ده منلې. په دې وروستیو کې په هېواد کې ددیني علماوو د ترور او وژنې پېښې ډېرې شوې دي. خلک پر حکومت غږ کوي چې ددغه ډول پېښو په مخنیوي کې جدي اقدام وکړي.