پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ولسمشردګاونډيو هیوادونو علماو ته جلنج ورکړ چې زمونږ علماو سره دې مناظره وکړي

 

تیره ورځ په کابل کې ولسمشر اشرف غني د علماوو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د گاونډیو هیوادونو عالماو ته د چلنج په توگه وویل چې د اسلام د رښتینې مانا د وړاندې کولو په موخه افغان عالمان هر ډول مناظرې ته چمتو دي.

ولسمشر که څه هم د کوم ځانگړي هېواد یادونه ونه کړه خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې دیني عالمان تر بل هر چا لوی علم لري او د سیمې عالمان دې له اسلامه د ناوړه مانا ایستلو په خاطر دا دین نه بدناموي.

په تېرو لسو کلونو کې کله چې په افغانستان کې جگړه پراخه شوې نو څو ځله د پاکستاني ملایانو له لوري په افغانستان کې جهاد روا بلل شوی او له همدې کبله ډېر کسان جگړو ته هڅول شوي دي.

افغان چارواکي او په ځانگړې ډول استخباراتي ادارې وايي په پاکستاني مدرسو کې د افغانستان د نظام پر خلاف تبلیغ کیږي او د افغان دیني زده کوونکو دماغ جگړې ته جوړوي.

ولسمشر غني د دینونو تر منځ د یوالي تر څنگ پر دې ټینگار وکړ چې په افغانستان کې به دیني ارزښتونو ته تر هر وخت ډیر پام کیږي.

غني د دیني عالمانو د هغې غوښتنې په مقابل کې چې په افغانستان کې دې د قران لوستنې لپاره ځانگړی پوهنځي جوړ شي اړوندو چارواکو ته د یوه کمېسیون د جوړېدو دنده وسپارله.

هغه وویل یو ځانگړی کمېسیون به پر دې کار وکړي چې څنگه کولی شي د افغانستان په پوهنتونو کې د قران کریم د تدریس پونځی جوړ کړي.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې له افغانستان څخه ځکه گڼ شمېر کلیوال ځوانان او ماشومان گاونډي هېواد پاکستان ته د دیني زده کړو لپاره لېږل شوي چې ویل کیږي په افغانستان کې غوره دیني مدرسې او نور داسې مرکزونه نشته چې دیني زده کړې په ښه توگه تدریس کړي.