له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې وکتل، او دواړو لوریو د افغان سولې پروسې، ولسمشریزو ټاکنو د امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دغه لیدنه کې جنرال مک کینزي ویلي چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په دفع کولو کې د افغان ځواکونو کړنې د ستایلو دي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به همکاریو ته دوام ورکړي.