ولسمشر محمد اشرف غني وايي، امنیتي ځواکونه توانېدلي دي چې د دولت د وسلهوالو مخالفینو ستراتېژیک پلانونه او اهداف خنثی کړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون په کندهار ولایت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له افسرانو او سرتېرو سره په کتنه کې وکړې.
محمد اشرف غني وویل، په تېرو دوه نیمو کلونو کې افغان ځواکونو د لسو کلونو واټن وهلی دی.
هغه د افغان دولت پر ملکي ادارو او محاکمو هم غږ وکړ چې د امنیتي ځواکونو مسؤلیتونو ته اوږه ورکړي او لازم خدمات عرضه کړي.
د افغانستان لوی درستیز جنرال شریف یفتلي وویل، وسلهوالو په دې وروستیو کې خپل تاکتیک بدل کړی او هڅه کوي چې لیرې پرتې سیمې ونیسي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغان امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي زیاته شوې ده او د دولت ضد وسلهوالو د هر ډول ګواښ د مخنیوي او ځپلو توان لري.