ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه کسان چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان استازیتوب کوي، باید د یوې شفافې پروسې له لارې غوره شي او تر څنگ یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته لارښوونه وکړه، چې په ټولو ادارو کې د گومارنو په لړۍ کې اصلاحات راولي.
ولسمشر نن د شاوخوا ۲۰ سوداگریزو اتشو او یو شمېر رییسانو د معرفي کېدو په غونډه کې وویل، هغه کسان چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان استازیتوب کوي، باید خلک هم پوه وي، چې هغوی څنگه او له کومې لارې غوره شوي دي.
د هغه په خبره که خلک پوه نه شي، چې په بهرنیو هېوادونو کې د دوی په استازیتوب گومارل شوي، کسان د روابطو پر بنسټ نه، بلکې د ضوابطو پر بنسټ گورمال شوي دي.
ولسمشر غني همداراز وویل، چې نړۍ ته د افغانستان پیغام باید د یوه واحد ملت او منسجم دولت په توگه ورسیږي.
هغه د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو له کمېسیون څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د بهرنیو چارو وزارت په گډون د ټولو دولتي ادارو په گومارونو کې اصلاحات راولي او مامورین ورته د یوې شفافې پروسې له لارې وگومارل شي.
غني په خپلو نننیو خبرو کې همداراز وویل، چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې د یوه وارداتي هېواد په توگه پېژندل کیږي او واردات یې د صادارتو په پرتله ۱۲ چنده زیات دي، په داسې حال کې چې افغانستان په صادراتي هېواد د بلیدو لپاره غوره فرصتونه لري.