ولسمشر محمداشرف غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد یې ملتیا کوله او د ملي پوځ سرتېري په منظمو لیکو کې د هیواد له درې رنګه بیرغ سره په درناوي ولاړ وو، د بانډو ټیم ملي سرود غږاوه، د هیواد د خپلواکۍ د معرکې د اتلانو، شهیدانو او غازیانو په ځانګړي ډول د خپلواکۍ د ګټونکي اعلیحضرت غازي امانالله خان په درناوي یې د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.