ولسمشرغني د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره رسما نوم لیکنه وکړه

ولسمشر محمد اشرف غني له خپلو دوو مرستیالانو امرالله صالح او سروردانش سره یوځای د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره رسما نوم لیکنه وکړه .

ولسمشر وویل دهېواد پرمختګ په قوې دولت کې دی او د یوه قوې دولت لپاره کار کول په کار دي.

ولسمشر وویل چې له خپل ټیم سره به د شاه امان الله پاتي نیمګړی تاریخ پوره کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني راتلونکو ټاکنو ته په رسمي توګه نوماند شو، نوموړي امرالله صالح خپل لومړی او سرور دانش يې دويم مرستيال غوره کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د بریا په صورت کې به دخپلې دورې پاتي کارونه به له خپل ټیم سره بشپړ کړي .