ولسمشرغني د هند د صدراعظم د ملي امنیت له سلاکار سره کتلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال تیره ورځ په کابل کې سره وکتل.

د ارګ مطبوعاتي دفتر پر ټوېټر لیکلي چې دواړو خواوو د سیمه ییزې سولې او امنیت لپاره د هغو فرصتونو ستاینه کړې چې د افغانستان په ګډون د ټولې جنوبي اسیا لپاره د امریکا دجمهور رئیس له نوې ستراتېژۍ سره رامنځ ته شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس په اګست کې د نوې ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې پر هند غږ وکړ چې د افغانستان د ثبات لپاره خپلې اقتصادي مرستې او د پانګونې پروژې زیاتې کړي.

د هند د صدراعظم د ملي امنیت سلاکارپرون په کابل کې د ملي وحدت حکومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او یو شمېر پوځي چارواکو سره هم خبرې کړې دي.