ولسمشرغني د کابل سېلاب ځپلو سیمو څخه ليدنه وکړه

ولسمشر د کابل ښار پنځمې ناحیې قلعه واحد سیمې ته ورغی او سېلاب ځپلو سره په کتنه کې یې د هغوی د وضعیت پوښتنه وکړه.

د یادې سیمې خلکو د فرعي سرکونو، کوڅو او لښتیو او د سېلاب مسیرونو د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه هم له ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د سېلاب د مخنیوي لپاره ترتیبات نیول کېږي او د کابل سیند غاړې له غصب څخه تصفیه کېږي، ځکه د سیند حریم ملت پورې مربوط دی.

ولسمشر د پایتخت زون ادارې او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د زیانمنو شویو سیمو بیړنۍ سروې دې وکړي او دغه راز د کابل والي ته یې امر وکړ چې ژر تر ژره د زیانمنو شویو کسانو نوملړ ترتیب کړي چې بیړنۍ مرستې ورسره وشي.