د ارګ د ټویټر پاڼې په اساس دوه امریکایي سناتورانو له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دي.
دغه دوه سناتوران چې چک ریډ او شاهین نومیږي له ولسمشر غني سره د سولې په روان بهیر، دولتي اصلاحاتو او یو شمېر نورو مسایلو غږیدلي دي.
دغه سناتورانو د افغانستان د راتلونکو ټاکنو لپاره د امریکا د ملاتړ ژمنه هم کړې ده .