ولسمشرغني له ترکیې د ولسمشر اردوغان سره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې و کړي

د اسلامي هیوادونو کنفرانس بېړنۍ غونډې په څنډه کې تیره ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ځانګړي لیده کاته وکړل.

په نوموړې ناسته کې دواړو خواوو په بیلابیلو امنیتي، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې وکړې.

ولسمشر اردوغان له ولسمشر غني څخه مننه وکړه چې د نوموړي بلنه یې منلې وه او د اسلامي هیوادونو په کنفرانس کې یې ګډون او وینا وکړه.

همدارنګه ولسمشر اشرف غني د اردوغان د بلنې قدرداني وکړه او د نوموړي د دې بریالۍ ناستې جوړولو د نوښت ستاینه یې وکړه، غني وویل چې دا ناسته د فلسطین موضوع د حللارو لټولو لپاره مناسب فرصت و.

د لیدنې په ترڅ ترک ولسمشر د افغان سولې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې ترکیه ژمنه ده تر څو د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه والي کې رغنده رول ولوبوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر له مخې ولسمشر اشرف غني له یادې لیدنې او کنفرانس کې له ګډون وروسته تېره شپه کابل ته راستون شو.