ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني به په دې سفر کې د اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید النهیان سره خبرې وکړي او د دواړو مشرانو په حضور کې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو د ګډې اعلاميې د خپرولو ترڅنګ په مختلفو برخو کې شپږ تړونونه هم لاسلیک شي.
تمه ده چې دواړه هېوادونه د کرنې، پوهنې، کانونو، انرژۍ، فرهنګ او ورزش په برخو کې تړونونه لاسلیک کړي.