پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ولسمشرغني: پر غزني ښار حمله لوی جنایت او غیر اسلامي کار و

ولسمشر محمد اشرف غني د غزني پر ښار د حملې په اړه وویل چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي مرکز په توګه پر دې ښار حمله د ټولو اسلامي هېوادونو پر ارزښتونو حمله ده او د بخښنې وړ نه ده.

ولسمشر غني پرون د سولې لپاره د ښځو اجماع په نوم غونډه کې چې د کابل په اماني لېسه کې جوړه شوې وه، وویل چې په غزني کې یې د څښاک د پاکو اوبو، دوا او خوراکي موادو د بېړنیو اکمالاتو امر کړی دی.

ښاغلي غني وویل چې د غزني ښار له خلکو سره د مرستې اوږد مهالی پلان هم لري.