ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، نشهيي توکي د افغان جگړې د تمویل یوه مهمه سرچینه ده او اوس افغان ځواکونو د پریکنده ملاتړ ځواکونو سره په گډه د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره نوي عملیات پيل کړي.
له ارگه خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغان حکومت دې ته په کتو چې له جرمي اقتصاد سره له مبارزې پرته سوله ناشونې ده، نو ځکه د نشهيي توکو د پروسس سرچینې باید ودریږي.
په خبرپاڼه کې ډير ټینگار د نشهيي توکو د پروسس د مرکزونو په له منځه وړلو شوی او په خپله له نشهيي توکو سره پر مبارزه په کې ډیرې خبرې نه دي شوي.
خبرپاڼه کایږي، چې د نویو عملیاتو تمرکز به په هلمند وي او یوازې تېره شپه په سنگین، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې د نشهيي توکو د پروسس ۸ مرکزونه د هوايي بریدونه پر مهال ویجاړ شوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې افغان حکومت له نشه يي توکو سره په مبارزه کې جدي دی، ځکه دغې پدیدې میلونونه افغانان د نابودۍ له خطر سره مخ کړي او د ترهگرو لویه مالي سرچینه هم ده.
ارگ په داسې مهال له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کوي، چې د کوکنارو حاصل میاشت وړاندې ټول شوی او د ملگرو ملتونو د یوه وروستي راپور پر بنسټ سږ کال افغانستان کې د تېر کال په پرتله ۶۳ سلنه زیات مخدره توکي تولید شوي او کر یې هم ۸۷ سلنه زیات شوی دی.