ولسمشر اردوغان: د تل په څېر د افغان حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ یو

د ترکیې ولسمشر په ساختماني، ښوونې او سولې برخو کې افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې، د ارګ لخوا په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې ناسته کې دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول په سیمه کې د ثبات، د سولې پروسې او دوه اړخیزه همکاریو په اړه سره غږېدلي دي. د خبرپاڼې له مخې غني له اردوغان څخه وغوښتل چې د ترکیې دولت سره راجستر کمپنۍ د افغانستان حکومت ته معرفي کړي، چې د تدارکاتي بهیر د پړاوونو له بشپړولو وروسته په ساختماني برخه او د زیربنایي پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي. د ترکیې ولسمشر ویلي، هېواد به یې د تل په څېر د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتي وي او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. اردوغان د معارف په برخه کې هم افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې، موږ چمتو یوو چې په افغانستان کې د ښځو لپاره د مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون جوړ کړو. د ترکیې جمهور رئیس وویل چې راتلونکی کال به د اسیا زړه –استانبول پروسې ناسته د استانبول په ښار کې جوړه شي او زیاته یې کړه د دې ناستې ډېر تمرکز به د افغانستان د ودې او پراختیا په اړه وي. ولسمشر غني تېره شپه بیرته هېواد ته را ستون شو.