ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره کتلي

د ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات مرسیتالې الیس ویلز سره کتلي او دواړو خواوو په افغانستان کې پر ټاکنو، سولې او دغه راز پر امنیتي مسایلو خبرې اترې کړي.

خبر پاڼه دغه راز زیاتوي، چې میرمن الیس ویلز په ټاکنو د افغانانو پراخ ګډون ساتلی او په خبره یې ټاکنې د ولسواکۍ اصل او اساس دی، چې پر مټ یي ښه حکومت داري رامنځ ته کیږي.

د خبر پاڼې په حواله ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو کمېسیونونو د پایلو اعلان ته احترام لري او غوښتنه یې کړې ده، چې د ټاکنو د اعلان مخکې دې نوماندان خپل ځانونه ګټونکي نه اعلانوي.

خبر پاڼه وایي چې په دغه ناسته کې ولسمشر ویلي چې حکومت یي د یو افغان شموله او پایدارې سولې ته لومړیتوب ورکوي.