. ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د ولسمشرۍ ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش سره وکتل. دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د هیواد د عمومي وضعیت، په سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او په بېلا بېلو حکومتي بنسټونو کې د اصلاحاتو بهیر په اړه خبرې وکړې او د تاوتریخوالي پر ختمیدو او د اوربند د ټینګښت پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.