ولسمشر غني دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د جشن مراسم وځنډول

 افغان حکومت اعلان کړی چې په کابل ښار کې د شنبې په ماسخوتن د ودونو پر یوه تالار د خونړي برید له کبله دوشنبه د زمري پر ۲۸مه نېټه د کابل په دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د جشن مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني په امر تر بلې نېټې ځنډول شوي دي. د دغو مراسمو د لمانځنې لپاره جوړ شوي کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د کابل برید قربانیانو ته د درناوي او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه پرېکړه شوې ده چې په دارالامان ماڼۍ کې ترتیب شوي مراسم وځنډول شي. په اعلامیه کې د دغو مراسمو لپاره کومه بله نېټه نه ده یاده شوې. خو اعلامیه زیاتوي چې ولسمشر غني به دوشنبه د زمري پر ۲۸مه د خپلواکۍ پر څلي د ګلانو ګېډۍ ږدي او هلته به د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت خپله وینا هم کوي. د یکشنبې په شپه کابل کې د شهر دوبی هوټل منځ کې د واده مراسمو کې چاودنې ۶۳ تنه ملکیان ووژل او او ۱۸۲ نور یې ټپیان کړل، چې د یادې پېښې مسؤلیت داعش وسله والې ډلې ومانه.