ولسمشر غني دسیلانیانو دجذب او سیاحت لپاره دې خاص ځایونه دجوړولو امر کړی

افغان ولسمشر وايي، تروریزم د توریزم مخه ډب کړې ده او په دې توګه یې د ملت د سترو ګټو مخه نیولې ده.

ولسمشر غني چې نن یې په کابل کې په یوه کنفرانس کې وینا کوله ویلي، چې ترهګري د سیلانیانو پر وړاندې ستر خنډ دی په دې توګه د ترهګرۍ پدېدې افغانستان ته د راتلونکو مېلیونونو ډالرو مخه نیولې ده. نوموړي وویل، چې دغه کنفرانس به د افغانستان د توریزم پر مهمو مسایلو خبرې کوي او د ترهګرۍ ده له منځه وړلو او سیاحت د پیاوړي کولو لپاره به عملي او علمي دلایل پلټي.

ولسمشر غني همدا راز ددغه کنفرانس ګډونکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې په لومړي سر کې دې په هېواد کې د سیلانیانو د جذب لپاره شپږ مهم ځایونه په ګوته کړي او حکومت ته دې د هغه د امنیت او بیا رغونې سپارښتنه وکړي. نوموړي همدا راز وویل، چې افغانستان یو غني او پیاوړی هېواد دی او د سیاحت لپاره د تاریخ په اوږدو کې په زړه پورې او غوره ځای و. نوموړي زیاته کړې چې افغانستان تاریخي سیمې لري، ښکلې هوا لري او طبیعي منابع یې بله هغه مسئله ده چې کولای شي زرګونه سیلانیان جذب کړي.