ولسمشر غني: د اوبو د مهارولو لپاره اساسي تدابیر په پام کې لرو

ولسمشر وايي، حکومت د اوبو د مهارولو لپاره اساسي تدابير په پام کې لري. نوموړي، دغه خبرې پرون ماښام د خوګیاڼیو قوم له استازو او مشرانو سره په ارګ کې په کتنه کې کړې دي. له ارګ په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې کتنه کې وویل، ملي دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ په ګډون ټولې اړوندې سیمې له دښمن څخه پاکې کړي. نوموړي د امنیت د تامین په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له یادو مشرانو څخه یې وغوښتل چې د تل په څېر د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېږي. هغه زیاته کړه، د نوي قراراد په اساس به د کابل – جلال اباد لویه لاره په اساسي توګه جوړه شي. هغه ټینګار کړی، چې حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به پر وخت ترسره شي.