ولسمشر غني د برېښنایي تذکرو د وېش غوښتنه کړې

د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وایي، جمهوررئيس محمد اشرف غني غوښتنه ځيني کړې، چي ژر تر ژره د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ پيل کړي.
د دغه ادارې مشر همایون محتاط ويلي، چي دوی پتیلې، راتلونکې اوونۍ ولسمشر ته د تذکرې په ورکړه سره دغه لړۍ په رسمي توګه پیل کړي.
ښاغلی محتاط وايي، راتلونکې اوونۍ به په ارګ کي ولسمشر، د هغه مرستیالانو او اجرائيه مشر ته د تذکرو په ویش سره رسماُ دغه لړۍ پیل کړي.
د برېښنایي تذکرو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې لخوا له ردېدو وروسته اوس د ملي شورا د دواړو جرګو په یوه ګډ کمیسیون کي تر بحث لاندي دی.
په دغه کمېسیون کې اته د ولسي جرګې او اته د مشرانو جرګې غړي برخه لري.
ولسمشر په خپل تقنیني فرمان کي لیکلي و چي په تذکرو کي د افغان او اسلام پر کلمې سربېره باید د ملیت یا قومیت کلمه هم ځای شي، خو ولسي جرګې دا فرمان رد او بیا څه موده وروسته مشرانو جرګې تایيد کړ.