ولسمشر غني له علماو وغوښتل چې دممبر له لارې دسولې دتامین هڅې وکړي

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تیر ماښام د هېواد دعلماوو د سرتاسري شورا له رئیس او غړو سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل چې د سولې د تامین په خاطر خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

دغه مشورتي ناسته چې په ارګ کې وشوه، لومړی په وروستیو تروریستي پېښو خواشیني څرګنده او د خدای تعالی په دربار کې د دغو تروریستي پېښو د ټولو شهیدانو روح دعا وشوه.

په دغه ناسته کې مولوي عطاالله لودین، مولوي عبدالسلام عابد، مولوي سمیع الله ریحان او مفتي فضل مولا د نورو علماوو په استازیتوب خبرې وکړې اوله دوی سره یې د جمهوررئیس له مشورې مننه وکړه.

هغوی وروستیو پېښو ته په اشارې وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان د دین په نامه د بشر ضد کړنې ترسره کوي او د علماوو په ګډون ښځې او ماشومان په نښه کوي.

ویناوالو څرګنده کړه چې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د دغسې پېښو په اړه چې د خلکو په وژنې تمامېږي تل خپل واضح موقف څرګند کړی دی او هغه یې مردودې ګڼلې او په کلکو ټکو يې غندلي دي.

جمهوررئیس د هغوی د ویناوو له اورېدو وروسته، په وروستیو پېښو کې د یو شمېر علماوو په شهادت هغوی ته تسلیت ووایه او د دغو پېښو د عاملانو په مجازاتو یې ټنیګار وکړ.هغه زیاته کړه د شهیدانو د کورنیو پوښتنه کوم، ځکه دا زما شرعي او ملي وجیبه ده.

جمهوررئیس غني له دیني علماوو وغوښتل چې د دیني لارښوونو په برخه کې د خلکو پوهای زیات کړي، ځکه منحرف کسان له دین او دیني لارښوونو غلط برداشتونه لري. هغه وویل، یو ملي بحث ته اړتیا ده چې ټول په همغږۍ او ملي یووالي ګامونه پورته کړو.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ثبات یوازینۍ لار اسلام او یووالی مو په اسلامیت کې دی، ځکه د اسلام پاک دین کې قوم، طرف او سمت مطرح نه‌دی. هغه وویل، موږ باید د یوې ټولنیزې سولې په لور لاړ شو تر څو په اوسنیو ستونزو برلاسي شو.

د هېواد جمهوررئیس وویل، دوامداره سوله او ثبات د خلکو برحقه غوښتنه ده، ځکه په سراسري سوله کې زموږ د راتلونکي نسل سوکالي او ګټې نغښتي دي. هغه د هېواد له علماوو وغوښتل چې په دغه برخه کې خپل وړاندیزونه ترتیب او وړاندې کړي.