افغان حکومت د مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چې په دغه لیدنه کي دواړو لورو په هېواد کي د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.
ولسمشر اشرف غني، له ناټو ځواکونو په تېره جان نیکولسن غوښتي چي په راتلونکي جګړه يیز فصل کې دې ناټو ځواکونه د افغان سرتېرو بشپړ ملاتړ وکړي او له دوی سره دې د مشورې او تجهیز په برخه کي خپلې مرستې ډيرې کړي.
دوی همدارنګه په افغانستان کي د څلور کلن امنیتي پلان په اړه هم خبرې کړې دي.
نیکولسن زیاته کړې چي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ټول غړي هېوادونه به په مسولانه توګه په افغانستان کي خپلې چارې پر مخ وړي او له افغان ځواکونو يي د ملاتړ ژمنه کړې ده.
ولسمشر د ناټو ځواکونو، له ټولو هغو مرستو مننه کړې چي له افغان پوځ سره يي په تخنیکي او روزنیزه برخ کي کړې دي.