پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ولسمشر غني وايي، غاصبین د افغانستان د راتلونکي نسل غله دي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، غصب تاریخ نه لري او د دولتي املاکو هر غصب چې وی د دین او د هېواد د قوانینو پر اساس باید بېرته راوګرځول شي.

غني زیاتوي غاصب د افغانستان د راتلونکي نسل غل دی او دی ورته په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي، چې غصب وکړي.

نوموړي دېته په اشارې چې دولتي ځمکي د افغانستان د انکشاف راتلونکی تامینوي وویل، د غصب هره قضیه په جدي ډول څارل کېږي او په واضح او اساسي ډول به بېرته ګرځول کېږي.