پنجشنبه , 18 اپریل 2024

ولسمشر غني وایي، پر کورنیو چارو وزارت سرتاسري پانګونه کېږي

ولسمشر غني له کورنيو چارو وزارت نه د عامه نظم قومندانۍ ته د ملي دفاع وزارت د سپارلو په مراسمو کې وويل چې ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم قومندانۍ د انتقال هدف د واحدې قومندې رامنځته کول دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر چې په دې تړوا یې جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله وویل، د عامه نظم قومندانۍ له انتقال سره د کورنیو چارو وزارت اهمیت زیات شوی، ځکه پخوا دا وزارت له اصلي دندې چې د قانون نافذول وو، وروسته پاتې وو او د ده توجه تل په کورنیو چارو وزارت متمرکزه وه. ده څرګنده کړه، د وسله‌ والو ځواکونو ځای پرځای کول باید ناسم تعبیر نه شي، پر کورنیو چارو وزارت سرتاسري پانګونه کېږي. نوموړي د مسوولیت او صلاحیت پر تفکیک، واحد پلان جوړولو او په واحدې او منسجمې سوق او ادارې ټینګار وکړ. ده وویل، عامه نظم به د کمانډو او ځانګړې قوا سره په همغږۍ ښه ظرفیت جوړ کړي، څو سیمې په اساسي ډول وساتي او دا ځواکونه به په ښو تجهیزاتو مجهز شي.