ولسمشر غني ولسي جرگه گواښلې که خبره یی ونه مني لغوه به یی اعلان کړي

ولسمشر غني په داسې حال کې د ولسي جرگې د لغوه کولو گواښ کړی، چې د اساسي قانون له مخې بايد دوه کاله وړاندې ملي يووالي حکومت پارلماني ټاکنې کړې وای، خو حکومت د ټاکنو پر ترسره کولو ونه توانېد او د يو ځانگړي فرمان له مخې يې د ولسي جرگې د کار موده تر ناڅرگندې مودې وغځوله.

د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، چې ولسمشر اشرف غني د ولسي جرگې له لوري د امنيتي ارگانونو د مشرانو په استيضاح خواشيني دی او گواښ يې کړی، چې ولسي جرگه به لغوه اعلان کړي.

د ولسي جرگې يو غړی عبدالرحمن رحيمي وايي، چې ولسمشر د ولسي جرگې غړو ته گواښ کړی، که د دفاع، کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس يې سلب صلاحيت کړل، دی به يې په غبرگون کې د ملي شورا د لغوه کېدو فرمان صادر کړي.

د ولسي جرگې غړي رمضان بشردوست دوه کاله وړاندې ويلي و، چې ولسي جرگه نور د کار قانوني حق نه لري او له دې وروسته د جرگې غونډو ته نه ورځي.

ولسي جرگې څه موده وړاندې يو شمېر وزيران له استيضاح وروسته بې واکه کړل او اوس د سرپرستو وزيرانو په توگه کار کوي.

ولسمشر په داسې حال کې د ولسي جرگې د لغوه کولو گواښ کړی، چې د پلازمېنې کابل په گډون په ټول هېواد کې د روانو ناامنيو له امله د جرگې غړو پرېکړه کړې، چې راتلونکې دوشنبې ته د دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس د استيضاح لپاره وروغواړي.

د ولسي جرگې لومړي مرستيال همايون همايون پر امنيتي ارگانونو نيوکې کړي او د دفاع وزير ډگر جنرال عبدالله خان حبيبي يې «خوبولی» او له خپل کاره «غافل» بللی دی.

د ولسمشر ویاند مرستیال، دواخان مینه پال دغه خبرې رد کړې او زیاته کړې يې ده چې په تېرو دوو کلونو حکومت له ولسي جرگې سره له دېرشو ډېرې ناستې کړې دي.