ولسمشر غني : پاکستان په انزوا کې دى خو منزويتوب يي زمونږ په ګټه نه دې

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې د لوى کندهار مشرانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
ولسمشر غني د لوی کندهار له مشرانو څخه مننه وکړه چې د افغانستان د ولس د اساسي غوښتنې یانې سولې په ملاتړ یې خپل غږ پورته کړ.
هغه زیاته کړه سوله زموږ مهمه غوښتنه ده او د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره ګډ کار، د ولس مرستې، زغم او انعطاف ته اړتیا ده.
ولسمشر غني ، د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بریالي مذاکرات د نېت، ارادې، قضاوت او قانونیت د څلورو اصلونو په اساس ترسره شول. هغه زیاته کړه، له حزب اسلامي سره د سولې بریالیو مذاکراتو نور هم سولې ته قانع کړي دي.
هغه د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د ولسونو قدرداني وکړه، چې تروریستي ډلې یې له خپلې سیمې وشړلې او دا د سولې د تامین ،د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره یو ښه ګام دی.
ولسمشر اشرف غني وویل : (( نن پاکستان په انزوا کې دی، خو منزوي پاکستان زموږ په ګټه نه دی، موږ باید بالاخره له پاکستان سره د دولت په توګه سولې ته ورسېږو او هغوی د تروریستانو له ملاتړ څخه لاس اخیستنې ته وهڅول شي.))
د نوموړي په وينا، حکومت د ټولو هېوادوالو په ګډون د ښځو د ژوند د وضعیت ښه والي ته ژمن دی او د قانون په رڼا کې به ورته د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې شي.