پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ولسمشر غني یاسین قادري په نغدي ډالیو تقدیر کړ

افغان ولسمشر محمداشرف غني نن غرمه د هېواد د بدني ښکلا  فدراسیون ورزشکار احمد یاسین قادري چې په دې وروسیتو کې یې په مغولستان کې د بدني ښکلا  د اماتور نړیوالې سیالۍ په نهم پړاو کې لومړۍ مقام ګټلی، د نغدې ډالۍ په ورکولوتقدیر کړ.

په دغو مراسمو کې چې په همدې اړه په ارګ کې ترسره شول، په پیل کې د بدني ښکلا فدراسیون رئیس باور هوتک له جمهوررئیس څخه د ورزشکارانو د ملاتړ له امله مننه وکړه او د هېواد د ورزشکارانو د ستونزو په مطرح کولو سره یې د هغو د حل غوښتنه وکړه.

یاسین قادري جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د دغه بریالیتوب مبارکي وویله او زیاته یې کړه : ستاسې ملاتړما او د هېواد  ټولو ورزشکارانو ته د بریالیتوب زمینه برابره کړه.

ولسمشر د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته یاسین قادري ته په خطاب کې وویل: له تاسو او ستاسو له کورنۍ مننه کوم چې د سیمې او نړۍ په کچه مو هېواد ته عزت او لوی ویاړ وګټلو.

غني زیاته کړه: مونږ د هېواد ورزش ته توجه لرو او ملاتړ یې کوو او راتلونکې اونۍ د هېواد ورزش ته د لا زیاتې پاملرنې په خاطر اساسي برنامې پیلېږي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: زمونږ ورزشکاران د ورزش په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان بیرغ په رپولو سره د افغانستان نوی انځور وړاندې کوي چې دغه هېواد له بد حالت څخه ښه وضعیت ته رسېدلی او کولای شي ویاړونه ترلاسه او د پرمختګ شاهد وي.