ولسمشر محمد اشرف غني فراه ولایت ته رسېدلی دی .

ولسمشر غني به د دې سفر په ترڅ کې د فراه هوایي ډګر او ملکي روغتون د پروژ، پرانیسته وکړي.

فراه یو له هغو ولایتونو دی، چې د وروستیو ورښتونو له امله یې یو شمېر اوسېدونکو ته د سر او مال زیان اوښتی او امنیتي وضعیت یې هم د ډاډ وړ نه دی.

راپورونه وایي، چې له فراه وروسته به ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته هم سفر وکړي او په ۲۰۵ اتل قول اردو کې به وینا وکړي.

سوېل کې د ملي دفاع وزارت يو لوړپوړي چارواکي انعکاس راډيو ټلويزیون ته ویلي، چې دوی ته سپارښتنه شوې، چې په کندهار کې د ولسمشر د راتګ لپاره چمتوالی ونيسي.

سرچينې کندهار ته د ولسمشر د سفر ډېر جزيات ور نه کړل.

يوې بلې سرچينې بيا ویلي، چې کندهار ته د ولسمشر سفر لغوه شوی.

د کندهار ولایتي چارواکو او ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه کندهار ته د ولسمشر د سفر په اړه رسمآ څه نه دي ویلي.