چهارشنبه , 17 اپریل 2024

ولسي جرګه : دبریښنا شرکت کې غیرې معیاري کارونو فساد اوج ته رسولې

 

د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کي د برېښنا د لګښتونو په اړه شکایتونه درلودل او ادعا یې کوله چي ددغه ریاست کارونه غیر معیاري دي او فساد پکي اوج ته رسېدلی دی.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم وویل، چي په دې برخه کي تول ولس شکایت لري او برېښنا شرکت اړ دی چي په دې اړه له له خلکو سره معلومات شریک کړي.

هغه ځانګړي کمیسیون ته دنده وسپارله چي په دې اړه خپل معلومات راټول او له وکیلانو سره شریک کړي چي تر هغه وروسته به ددغه مسلې په اړه پرېکړه کيږي.

وکیلانو ادعا کړې چي د هر مېتر لګښت تر نورمال حالت ۹۰ سلنه ډیر راځي، چي دا مسله د جدي اندېښنې وړ ده.