ولسي جرگه وایې، حکومت مو خپلواکۍ ته درناوی نه لري

د ولسي جرگې غړي او اداري پلاوی وایي، حکومت یې خپلواکۍ او پریکړو ته درناوی نه لري او ان په ځېنو مواردو کې په وکیلانو ملنډې وهي.

وکیلانو دغه څرگندونې له هغه وروسته وکړې، چې حکومت له ژمنې سره سم تیره ورځ د ۱۲ وزارتونو لپاره نوماند وزیران ور ونه پېژندل.

د پارلماني چارو وزارت تېر مازدیگر ولسي جرگې ته مکتوب لیږلی، چې د تخنیکي ستونزو له امله د دوشنبې په ورځ نوماند وزیران ولسي جرگې ته نه شي ور پېژندلی او کله چې د محرم د لسمې مراسم پای ته ورسیږي، نوي نوماند وزیران به جرگې ته معرفي شي.

د جرگې منشي عبدالقادر ځاځي وايي، ښايي حکومت په کابینه کې د تغیر د ارادې لپاره دا کار کړی وي؛ خو نورو وکیلانو بیا حکومت ددوی په بې احترامۍ تورن کړل.

د جرگې غړې فوزیې کوفې د جرگې په عمومي غونډه کې چې اجنډا یې نه لرله وویل، حکومت پر هغه ژمنو نه دریږي، چې له وکیلانو سره یې کوي.

د هغې په وینا حکومت د ولسي جرگې خپلواکۍ ته درناوی نه لري او د دولت د دری گونو قواوو تر منځ اختلافات پيدا کوي.

د جرگې یوې بلې غړې شکیبا هاشمي وویل، د حکومت له لوري د وزیرانو نه معرفي د اساسي قانون ماتول او پر وکیلانو ملنډې وهل دي.

خو د جرگې لومړی مرستیال همایون همایون بیا یو شمېر وکیلان هم تورن کړل، چې د حکومت تر څنگ دریږي.

همایون وویل، حکومت بیا بیا پر وکیلانو ملنډې وهي او پریکړې یې ماتوي؛ خو ځېنې وکیلان بیا په ولسي جرگه کې د حکومت ننگه کوي.

دا د ولسي جرگې او حکومت تر منځ د رامنځ ته شوي کړکیچ بل پیل دی؛ خو داسې نه ښکاري، چې وکیلان دې کومه جدي پریکړه وکړای شي، ځکه د حکومت پلوه وکیلانو شمېر هم اوس زیات شوی دی.