ولسي جرگې د نوي مالي کال بوديجه تصويب کړه

ولسي جرگې تیره ورځ د نوي ۱۳۹۷مالي کال بوديجه د رايو په اکثریت تصویب کړه.

د نوي مالي کال عادي بوديجه ۲۶۶ ميليارده افغانۍ او پراختيايي بوديجه يې ۱۱۰ ميليارده افغانۍ ښوول شوې ده.

نژدې يوه مياشت وړاندې ولسي جرگې د حکومت له لوري وړاندې شوې بوديجه د ناانډولۍ، د پروژو د نه پوره کېدو او يو شمېر نورو نيوکو له امله رد کړې وه او حکومت ته يې سپارښتنه کړې وه، چې په بوديجه کې بدلون او د ولايتونو تر منځ توازن راولي.

تېر ځل د بوديجې د رد کولو يو لامل په بوديجې کې د تېر کال په پرتله کسر هم ښوول شوی وو.

د ماليې وزير اکليل حکيمي ويلي، چې د ولسي جرگې له سپارښتنې سره سم يې د بوديجې، لومړيتوبونه، انډول او ملي گټې په نظر کې نيول شوي دي.

د تېر کال مالي بوديجه ۴۵۸ ميليارده ډالر وه او د سږ کال هغه ۳۷۶ ده او اوسنۍ بوديجه هم د پخوا په پرتله کمه ده.