چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ولسې جرګې اجمل احمدي، مجیب الرحمن کریمي او رنګینه حمیدي ته د باور رایې ورنه کړې

د ولسې جرګې غړو نن یو شمېر وکیلانو ته د بارو رایې ورنکړې چې له جملې څخه یې د افغانستان بانک لپاره نوماند رییس، اجمل احمدي د ۷۲ باور رایو په ترلاسه کولو سره ونه توانېد چې د یاد بانک ریاست ته لار ومومي.

همدارنګه مجیب الرحمن کریمي د کلیو او پراختیا وزارت لپاره  د باور رایه ترلاسه نه کړه او رد شو، او میرمن رنګینه حمیدي له ولسي جرګې څخه د ۱۱۴ مثبتو رایو په تر لاسه کیدو سره هم په دې ونه توانیده چې د پوهنې وزارت د وزیرې په توګه وټاکل شي.