ولې انسان د زړه پر ناروغۍ اخته کېږي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

په امریکا کې د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز وایي، د زړه ناروغي د ښځو د مړینې اصلي لامل ده. دغه مرکز وایي، په هرو څلورو مړو شویو ښځو کې د يوې د مړينې لامل د زړه ناروغي ده.

دغه محاسبه د نارینه‌وو لپاره هم صدق کوي او د نارینه‌وو په مړینه کې هم د زړه ناروغي له پامه نه شي غورځول کېدای. د امريکا د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز وايي، په ټوله نړۍ کې یوازې ۵۴ سلنه ښځې دې پېښې ته متوجه شوې دي.

ایا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی چې د زړه ناروغي څه ډول ناروغي ده؟ د زړه ناروغي ټولو هغو ناروغیو ته ویل کېږي چې په زړه پورې اړوندې وي، نه یوازې د زړه په سکتې پورې. د نیویارک په هیل لنوکس روغتون کې د ښځو د زړه د سلامتیا د موسسې ريیس او د نړیوالې تغذیې د ټولنې بنسټ اېښودونکی، ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه ناروغي په ټوله کې د رګونو د تنګوالي له کبله منځ ته راځي، خو دا چې زړه له څلورو برخو جوړ شوی، نو ناروغي یې هم په بېل بېل ډول د هرې برخې اړوندې کېدای شي.