پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ولې د سړيو پوزې د ښځو په پرتله غټې وي؟

نوې څېړنې ښيي چې د سړیو او ښځو تر منځ بدني جوړښت توپير ددې لامل کېږي، چې د سړيو پوزې دې له ښځمنو څخه غټې وي، او دا چي سړي د ښځمنو په پرتله غټ، قوي عضلې، او کلک هډوکي لري نو ډېرې انرژي اود ښځو په پرتله لوړ مقدار اکسيجن ته ضرورت لري، چې بيا د اکسيجن ويني ته له ورګډېدو ورسته د عضلو اړتياوې پوره کوي. ، نو له دې امله یې د ښځو په پرتله پوزې غټې وي.

د ايوا پوهنتون څېړونکی ناټن هېلټن وايي: د ښځو او نرانو د پوزې د غټوالي مرحله د دوی د سن په ۱۱ کلنۍ کې او يا هم له بالغ کېدو سره سمه پيل کېږي ، چې له هغه وروسته بیا د سړيو پوزې سوکه،سوکه، د نجونو په پرتله غټېږي.

په همدې وخت کې د سړيو د عضلو رشد او غټوالی په تېزي سره روان وي

دی همدا راز وايي: دا چې د انسانانو د لرغونو نېکونو پوزې غټې وې علت يې دا و،چې لوړ قدونه ، قوي او غټې عضلې يې درلودلې او د همدې قوي عضلو او لوړو ونو لپاره یې په ډېر مقدار اکسيجن ته اړتيا لرله چې پر همدې بنا یې پوزې هم غټې وې، خو ماډرن انسان ددې لپاره چې د هغو پخوانيو په پرتله کم اکسيجن ته ضرورت لري ، نو ځکه ورته څښتن تعالی د هغو په پرتله کوچنۍ پوزې ور په نصيب کړې دي. دوی همدا راز زياتوي چې د اوسنيو انسانانو د سينې قفس او کولمې هم د پخوانيو هغو په پرتله کوچنۍ شوې دي، چې دا هم يو مهم دليل دی، چې ماډرن انسان د پخوانيو په پرتله ډېر اکسيجن ته ضرورت نه لري.