چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ولې له ډېر زحمت وروسته بیا هم وزن نه شئ کمولی؟

ولې له غذایي رژیم او ورزشي تمرینونو سره سره لا هم په دې نه یی توانېدلي چې وزن کم کړی، بلکې ورځ تر بلې مو وزن زیاتېږي.

روغتیاپالان وایي، پر ټولو هڅو سربېره څو نور اړین ټکي هم شته چې د اضافي وزن په کمولو کې در سره مرسته کولی شي.

۱- له خوبه محروم یاست

د (ګالوپ) د نظر پوښتنې پر بنسټ، ۴۰ سلنه خلک هره شپه تر ۷ ساعتونو کم خوب کوي. که تاسو په ټاکلې اندازه خوب ونه کړی، په بدن کې مو د سټرېس هورمونونه، قند او انسولین زیاتېږي چې دا ټول د لوږې لامل کېږي.

۲- سخت تمرین ډېر خوراک ته لاره هواروي

د اندام د تناسب او تغذیې متخصص الکیم وایي، دا چې تاسو د ورزش پر مهال ۷۰۰ کالوري انرژي سوځولې ده، دا مانا نه لري چې اوس ستاسو لاس خلاص دی، هر څه چې خوری خوړلی یې شی. ډېر ورزش هم د وزن د زیاتوالي لامل ګرځي.

۳- په زیاته اندازه خواږه خوری

۴- سټرېس لری یا پر ژور خپګان اخته یاست

۵- د ويټامین ډي له کمښت سره مخ یاست

لیکنه : حمیدالله حمیدي