پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ولې مياشي ځينې کسان تر ځينو نورو ډېر چيچي؟

لیکوال : وصیل الرحمن بصیری اوریاخیل

د خلکو ترمنځ دا يوه خبره ډېره دود ده ،چې د هغو کسانو چې وينه خوږه وي د هغو کسانو په پرتله چې وينخ یې ترخه وي ماشي یا مياشي يې ډېر چيچي؛ او اوس چې د اوړي موسم را روان دی د مياشو هم بازار ګرم دی او خلک يې له امله په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي. لاندې د هغو مواردو او لاملونو ذکر کوو چې د هغو په درلودلو سره مياشي ډېر هغه کس ته ورځي او چيچي یې.

۱ـ کاربن دای اکسايد : يو له هغو غازونو څخه د چې تر نورو ډېر ورته مياشي خوشالېږي ، او مياشي کولای شي ددې غاز بوی حتی تر ۴،۵ نيم متره واټن پورې حس کړي او لکه څنګه چې انسان په هر ځل تنفس کې يوه اندازه کاربن دای اکسايډ له بدنه خارجوي ، نو له همدې امله نږدې غير ممکن دی چې مياشي د انسان خواته را نشي. او چې کله مياشي د کاربن دای اکسايډ بوی حس کوي په مارپېچي ډول الوتنه کوي او منبع ته ځان رسوي.

نو له همدې امله کله چې يوه حامل داره مېرمن يو څه ډېره اندازه کاربن دای اکسايډ خارجوي نو له همدې امله مياشي به هم تر نورو ډېر پرې بڼېږي.

۲ـ بدني تحرک مياشي ډېری هغو کسانو ته چې ډېر بدني تحرک لري د هغو کسانو په پرتله چې ډېر بدني تحرک نه لري ورځي ، که چېرته ورزش کوئ ، د ساه ژر، ژر اېستل ، خولې کېدل ،حرکتونه او د انسان د بدن ګرمايش هغه لاملونه دي چې مياشي به د نورو کم تحرکه کسانو په پرتله ډېر درته خوشاله وي.

۳ـ د وينې ګروپ مياشي تر نورو ډېر د هغو کسانو وينه زبېښي چې د O ګروپ وينه ولري.

۴ـ د پښو بوی مياشو ته يو تر ټولو د خوښې بوی د پښو د خولو بوی دی ، کله چې کاربن ډای اکسايډ د پښو له بوی سره ترکيب کېږی ، ډېری مياشي ځان ته جذبوی او ډېرې ناروغي هم د همدې مياشو له لارې انتقالېږي.