ولې هلکان د نجونو په نامه فېسبوک جوړوي؟

لیکنه : شفیقه خپلواک

ځينې سړي په بېلابېلو دلايلو د نجونو په نامه فېسبوکپاڼې جوړوي

پر فېسبوک چې د نجلۍ له لوري د ملگرتيا بلنه راشي، نو پرته له ځنډه یې منم. خو له يوې مودې وروسته ګورم چې اصل کې دا نجلۍ نه بلکې کوم نارینه د ښځې په نامه فېسبوکي حساب جوړ کړی وي.

“د هغې ټولنې چې ډېرى نارینه يې د ښځې سیوری ورته عیب او کمزوري برېښي نو څه یې مجبوروي چې د ښځې نوم پر ځان ږدي؟”

دا پوښتنه مې پر فېسبوک وکړه چې ورباندې له سلو ډېرې بېلابېلې تبصرې وشوې. څو هلکان مې وموندل چې د نجلۍ په نامه فېسبوکي حسابونه لري. خو دوی په یوه شرط غږېدو ته زړه ښه کړ، چې نوم به یې هېچیرې نه یادوم.

پر فېسبوک ډېرو لیکلي و چې دا له جنسي محرومیته جوړوي، خو چې دوی سره وغږېدم دلایل یې بېلابېل و.

اتل(بدل نوم) د نجونو په نوم درې فېسبوک پاڼې لري. دی وايي:

“زموږ شاو خوا ځینې خلک دي. ریاکاري کوي. خپله ظاهري پرهېزګاري په نورو خرڅوي. دوی به تل ویل چې نجلۍ ته لا ور ګورو نه، نو ورسره غږېدل خو لا لېرې خبره ده. د ښځې او نارينه عادي خبرې به یې عیب باله. ما هم د نجلۍ په نامه فیسبوک جوړ کړ. دوی مې اډ کړل، خبرې مې ورسره وکړې او هغه وخت مې دوی له خپلې ظاهري بڼې کاملا” برعکس وموندل. دوی له ما هغه غوښتنې لرلې چې تصور مې نه کاوه. او دا کوم عادي خلک هم نه وو. مهمو ادارو کې یې کار کاوه. ودونه یې هم لرل.”

اتل دوه ځیرک ټیلفونونه لري. په یو کې یې د نجلۍ په نوم فیسبوک فعال وي، بل کې په خپل اصلي نوم. دى په یوه اداره کې په ښه معاش او ښه موقف دنده تر سره کړي راته وویل:

“څه باندې پنځوس کلن پیژندوی مو دی. ده به ځان ملایکه ښوده. خو یو وخت زما د فېسبوک په همدې مستعار ادرس دومره میین شو چې تقریبا څلور ساعته یې ساړه ژمي کې د سړک په سر راته انتظار وکړ. ده راته وویل غواړي ومې ویني. ما د لیدو ژمنه په یوه شرط وکړه چې د کوټه سنګي د پله په سر به وینو. دی هلته راغی، د هغه لوړ پله په سر ولاړ و. ژمی و سخته واوره اورېده، په بیا بیا به یې موبایل ته کتل ګوندې زما د پېغام په تمه و. ما له لاندې ورته کتل، او افسوس مې کاوه چې د کاذبې پرهېزګارۍ غرور او تکبر یې څه شو؟”

اتل وايي چا سره په غږ خبرې نه کوي. یوازې لیکلي پیغامونه تبادله کوي. خو شبیر (بدل نوم) د ده برعکس په موبایل هم خبرې کړې.

شبیر وايي:

“په ناروې کې یو سړی راباندې میین شو. ده نه منله چې ښځه یم. اخر مې ترورزۍ ته وویل چې داسې کیسه ده. هغه ورسره وغږیده. بیا سړی ډاډه شو، او دومره راسره مخکې ولاړ چې هره میاشت به یې پیسې رالیږلې. البته ما لومړی دا کار د ساتېرۍ لپاره کاوۀ، خو وروسته به اکثریتو سړیو پیسې رالېږلې.”

اتل وویل، ډېرى هغه عادي نارینه چې د ده شاخوا وو، او ده ښه پېژندل ورسره د لویو، لویو کارونو ژمنې کولې.

حسیب(بدل نوم) په يوۀ عربي هېواد کې اوسي. ده راته وویل چې د نجونو په نامه يې لسګونه فېسبوکي حسابونه جوړ کړي دي. دى يې يوازينى دليل دا ښېيي چې د نجونو په نامه جوړې شوې فېسبوک پاڼې ډېر لایکونه اخلي. دى وايي خلک به يې اډ کول، بیا به يې ادرس په پاڼه بدلاوه او پاڼه به يې له خپلې پاڼې سره یو ځای کوله او په دې ډول يې د خپلې پاڼې لایکونه لکونو ته ورسول. ده راته وویل

“لازمه نه ده، ځان دې ښځه کړې یا دې تمثیل وکړې. دوی چې یوازې د ښځې نوم او یو ښځینه انځور وویني بیا نو لکه مچان چې په ګوړه راټول شي.”

اتل راته وویل چې کوم شاعر ورته ویلي و چې زه به درته شعرونه لیکم ته یې په خپل نوم خپروه. دى وايي “ما احساس وکړ چې ښځو ته څومره دروغجنې هیلې او تمې ورکول کیږي. دوی غولول کېږي، نارینه هڅه کوي په خپلو لومو کې یې په یوۀ نه یوۀ ډول راښکېلې کړي.”

شبېر بيا وايي ځینې خلک و چې دۀ د اخلاقو بېلگه بلل، خو د نجلۍ په نامه جوړې شوې فېسبوکپاڼه کې دومره راښکته شول چې وشرمید او بلاک يې کړل. دى وايي “د خلکو بېروبار راباندې ډېر و. هر چا هڅه کوله راسره وغږیږي.”

ځینو ښځو پر فېسبوک راته ویلي و چې نارینه د نجلۍ په نوم فېسبوک اکونټونه د دې لپاره جوړوي چې نجونو ته نږدې شي.

بلال(بدل نوم) وايي:

“یوه نجلۍ وه. پرې میین وم. هر څه مې هڅه کوله ورسره وغږیږم بلاک کولم یې. اخر مې د نجلۍ په نوم فېسبوک جوړ کړ. خبرې مې ورسره پیل کړې. لومړیو کې ښه وو، خو وروسته یې راباندې شک وکړ. د ټیلفون ژمنه مې ورسره وکړه. په سبا مې پوهنتون کې د پاک کاري د برخې یوه ښځه ودروله. هغې ته مې وویل چې ورسره وغږیږي. د نجلۍ زړه بیا هم نه منله، چې د ویدیو یې راته وویل، نو ادرس مې بند کړ.”

خو عایشه (بدل نوم) بيا د نجلۍ په نامه جوړ شوي یوۀ اکونټ سره دومره مخته تللې وه. چې ان خپل شخصي انځورونه یې ورلیږلي و، او وروسته یې بيا په دې ځوروله.

دوى زما دې پوښتنې ته چې څرنګه یو نارینه دومره ژور د ښځو تمثیل کولی شي دقیق ځواب نه درلود، یوازې دومره يې وویل “موږ ډېر پام کاوه.”

له اتله مې وپوښتل چې دا کار به یې د ښځو په ژوند څه اغېز ولري؟

ده وويل “هم مثبت هم منفي. مثبت دا چې ځینو نارینه و سبق واخیست، وډار شول بیا به فېسبوک کې هرې نجلۍ ته مزاحمت نه کوي. لکه زما ورور. یانې ورور مې هم راباندې میین شوی و. واده هم لري. یوه شپه وچ رنډ شو چې دیدن مې غواړي. بیا مې له ځنډه وروسته ورته وویل چې د څنګ کوټې ور وټکوه زه به در ووځم. هغه و چې وشرمېده او پیښمانه شو. اوس ښايي پام وکړي او بلې نجلۍ ته مزاحمت ونه کړي. او منفي دا دی چې دلته د ښځې له نامه ناوړه گټه پورته کېږي.”

د نارينه و په نامه د نجونو فېسبوکپاڼې

ځینې نجونې هم د نارینه و په نامه فېسبوک ته راځي. یوې راته وویل چې غوښتل مې د هلکانو له نړۍ خبره شم. دوی خپل منځ کې په څه غږېږي، څرنګ غږېږي؟

ځينې نجونې وايي که فېسبوک دې د هلک په نامه وي نو بيا ډېر ازاد لاس لرې.

بلې یې ویل، میړه مې راته وویل که غواړم فېسبوک ولرم باید د زوی په نامه مې وي.

د یوې بلې موخه بيا بیخي جلا وه. هغه وايي “چې هلک یې خلک دې په اړه دستي قضاوت نه کوي. ډېرو خبرو کې ازاده یې. هغه خبرې چې ما د نجلۍ په نامه نشوای کولاى، د هلک په نامه مې پرته له ډاره لیکلې او چاته بدې هم نه ښکاریدې.”

دغه پوښتنه چې ولې هلکان د نجلۍ او نجلۍ د هلک نوم کاروي له ټولنپوه خوشال خلیل نه وکړه:

هغه وايي “د دې دقیق ځواب موندل څېړنه غواړي. خو د فنکشن تیوري په لحاظ دوی دا ډول کړنې ځکه ترسره کوي چې غواړي کارکرد ولري. د دغه نظر په اساس هره ټولنیزه پدیده یوه ګټه، انګېزه، نیت، موخه او پایله لري. او همدا یې د دوام سبب کېږي. ښايي د ټولنې له نظره دا بې ګټې عمل وي، خو یو مشخصې ډلې یا شخص ته ښايي ګټور وي. دا ګټه رواني تسکین، د بل تېرایستل، په ځینو اسرارو پوهېدل او نور ډېر شیان پکې شاملېدای شي.

ځینې ښايي خپل جنس نه ناراضه وي، ځکه دلته جنسیت د دې سبب شوی چې دې فرد یا فردې ته یې هغه ټولنیزه پېژندګلوي ورکړې چې ده یا دې نه غوښت.”

خو که هر څه وي، د هغه ځای ښځې او نارینه چې ټوولنیز ارزښتونه او دودنه یې له یو بله جلا ساتي، سخته لیوالتیا لري چې د یو بل له ژونده خبر شي