پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ولې ٬٬په ادبياتو کې داسطورو څيړنه،، ؟

لیکوال :  اکبر کرگر

ليکوال د اسطورې له لارې چيرته غواړي ولاړ شي ؟

ليکوال غواړي  دادب په هېنداره کې دبشريت د لومړيو هڅو او د مادي اومعنوي لاس ته راوړنو نندارتون وگوري .

ليکوال غواړي او هڅه کوي، په همدې نندارتون کې دپښتون فرهنگ غرفه هم له پامه تېره کړي .

اوله دې ټولو هلوځلو وروسته په دنگه غاړه ووايي چي:  دبشريت د ذهن په کارخانه کې ډېر څه دانسانيت له پاره هست شوي اوله انسانيت سره په دوښمنۍ کې هڅونې غندل شوي دي.

په پښتو ادبياتو کې داساطيرو په باب څېړنه ډيره کم رنگه وه . يوازې يو استاد (جاج پښتون زوى ) څوکاله وړاندې ځيني يوناني اسطورې له  بهرنيو ژبو ژباړلې او په وږمې مجله کې يې خپرې کړې وې .  استاد عبدالرحمان  پژواک هم په دې هکله څه ژباړې درلودې ، خو پر دې ټولو برسيره هغه اشارې چې داسطورو اړوند  مسايلو ته شهيد استاد  بهاوالدين مجروح کړې  اودنمونې په توگه يې دپروميتوس په اسطوره کې  د شرقې اوغربي انسان  دغوښتنو توپيرونه مطرح کړي په واقعيت کې يې اسطورې ته روح ورکړى دى .  استاد په خپله څېړنه کې دپروميتوس داسطورې پيغام  وړاندې کړى دى

له دې لنډي يادوني وروسته را ځو دځوان پوهاند عبدالغفور لېوال هڅو ته چې په دې برخه کې يې تازه په تازه تر سره کړې دي .

دلېوال اثر چې په ٬٬ادبياتو کې داسطورو څېړنه ،،نوميږي. نوى چاپ شوى دى. سره له دې چې ډېرې پيچلې مساءلي يې څېړلي چې تر مخه  په پښتو ادبياتو کې نه وې څېړل شوې اونه پرې په دومره زغم  سره چا کار کړى دى . ليکوال دشننې په ترڅ کې تطبيقي عنصر ته هم پام ساتلي دى . ليکوال په ډېر ښکلي انداز اومناسبه اوسيستماتيکه بڼه مسايل څېړلي دي، ما هم په ډېره لېوالتيا ولوست. داسې  لکه  يو په زړه پورې ناول چې لولم.

زما په فکر ددې اثر په بوده تنسته کې يو اعجا ز هم  شته دى. څېړونکو اوتقريظ ليکوالو ورته  اشارې کړې دي . دلارښود استاد  لارښوونې اوداستاد اورمړ ليکنه مېتوديکي  ځانگړنې  لري . کيداى شي چې هغو همدومره توضيحات   لازم گڼلي وي. .

خبره داده چې لېوال ولې اسطورو ته لاس اوږود کړى دى ؟ ځواب دادى چى لېوال پوهيدلى اوغوښتي يې دي  چې دبشريت دژوندانه لومړنيو شپو ورځو ته ورستون شي. فکر وکړي. دصوفيانو په څېر  مراقبه شي اوبيا قلم راواخلي . ليکوال  گوري  چې  دغه لومړنى بشريت په يوه ژوره څاه کې دى  او هلته هم خبرې اترې لري . لېوال دغه څاه ته ورکوز شوى  هلته يې دلومړي بشريت لومړنيو سندرو ته غوږ نيولی، د دغو سندرو زمزمه يې اورېدلې اوبيا بيرته چې دژورې څاه سرته را غلى هڅه يې کړې موږ ته هم دخپل سفر داستان  ووايي.

دلته له کتاب څخه زياتونقلونو  را اخيستو ته اړه نشته، دفلسفې ۔ اروا پوهني او ادبياتو لېوال لوستونکي بايد دا کتاب پيدا او ویې لولي. کتاب چاپ اوخپور شوى دى . دمسايلو سره دتلوسې دليرې کولو له پاره به دا ښه وي چې کتاب ولوستل شي .

خو داچې ولې پر اسطورو تمرکز کيږي؟ يوه فلسفي  اوارواپوهنيزه اوانتروپالوجيکه اړتيا ده . ديو اولس دښې پيژندنې له پاره ،ديو اولس دروان  اومعنويت پېژندلو له پاره اړينه ده  چې دهغه اولس اسطورې ،فولکلور ، اوروايتونه وڅېړل شي . دا څېړنه يوازې دهماغه  اصلي متن  له مخې نه کيږي  ترهغو چې  دنورو معاصرو پوهنو څراغ نه وي.  ځکه که پر هماغه لومړي متن شننه وشي  شننه به ډېره وچه اوبى روحه وي  دپيژندلو اودرک وس  اوستعداد به يې لږ وي . نو  اسطوره چې ددې ټولو مسايلو پر سر کې راځي، کله هم دې ته اړتيا پيښيږي  چې دنورو معاصرو پوهنو  په رڼا کې وڅېړل شي .

هغه څه چې له موږ سره دکتاب په متن کې دغځيدلي روح په پيژندلو کې مرسته کوي دا خبره ده چې ليکوال وايي :

(( داسطورو لومړنۍ ريښې دلرغونو انسانانو  په هماغه پلټونکي ذهنيت کې غځيدلي دي. مگر دا په دې مانا نه ده چې اسطورې يوازې په لرغونو زمانو کې را منځته کيدې  اوگواکې په راوروسته زمانو کې يې بيلگې نه شته …. له هاغې زمانې را په دې خوا چې ليک را منځ ته شوى اودتاريخ دنسبتا نوې دورې پريمانه مادي توکي ر اپاتې دي، اسطورې له نورو بشري ميراثونو سره  گډې شوې دي اوپه دې توگه وينو چې په نويو دورو کې اسطورې له ادبياتو، باورونو، بشرپېژندنې ،فلسفې  او نورو بشري پوهنو سره گډې وډې تر موږ رارسيدلي دي . ))  داثر ۲۷مخ

دبشري فرهنگ په تاريخ کې په تيرو وروستيو دوه پېړيو کې وتلي ارواپوهان اووگړ پوهان  په دې وپوهېدل چې دبشري ذهن اوتفکر دپيژندنې له پاره بايد هغه ته مخه کړي. چې په هغه کې دلومړني بشر فعاليتونه( ذهني اومادي ) منعکس شوي دي .  فرويد ۔ يونگ اواشتراوس، هڅه وکړه چې بشري ذهن په ژوره څاه  کې خپله ورکه وپلټي. په تېره کارل گوستاويونگ دې پايلې ته ورسيد اودخپلو څېړنو په لړ کې يې دانسان د روان دډېرې ژورې سطحى يا طبقې دپيژندنې  له پاره داساطيرو مسايل راپورته کړل .  اودهمدې کشف ( يعنې دټولنيز ناخبري شعور ) په کشف سره يې خپله لار له فرويد نه  جلا کړه

دانسان دروان په باب  همدغه لاس ته راوړنه ده چې په دوراني توگه لومړى دفرهنگ دايجاد سبب شوه اوبيا له ډېرو لرغونو زمانو يعنې دلومړي بشريت له دورانه تر ننه پورې په فولکلور، رواياتو اوسننو کې دوام کوي .

نن ورځ همدغه فکري اومعنوي ښکارندې په ليکلي ادب اوپه تېره په معاصر ادب کې بيا سر راپورته کوي .

ليکوال اوڅيړونکي لېوال دخپل تيزس دلا روښانتيا اوټينگښت له پاره دنړۍ دمشهورو اسطورو لکه دمصر ،يونان ،هند اونورو اسطورو يادونه کوي اوان دځينو اسطورو لکه گلگاميش ، ايلياد اوديسه ، راماين ۔راماينا اواريايي اسطورو لنډيز را اخلي .

ليکوال اوڅيړونکى  ددغو مشهورو اسطورو بنسټيز پيغامونه له ياده نه باسي . دلته اړينه ده چې يوازې ددوه مشهورو اسطورو  پيغامونه را واخلو ؛

گيلگاميش :  په دې پوهيږي چې مرگ دانسان حتمي برخليک دى .

يوه برخه .

ژوند ځکه دوام لري ،چې مرگ ويروونکى دى

ټول عمر کورونه جوړوو،

ټول عمر ژمنې کوو ،وعدې ورکوو ،بيا پرې ودريږو

تل وروڼه دميراث پر وېش لگيا وي

هميشه يو ځاى چې تاوتريخوالي اوگړ بړ پېښيږي

نو يوه لويه څپه سر را پورته کوي اوهر څه په سيلاو لا هو کيږي .

هغه مخ چې لمر ته گوري ،تل نه پايي

ويده اومړي سره يو بل ته ورته دي

له مرگ څخه انځور نه شو جوړولى

بنيادم ، له بنيادمه پرته بل څه نه شي زيږولاى ..

په آسمانونو کې دمرگ اوژوند پرېکړه کيږي

خو دمرگ وخت هيچا ته نه ورښيي

يوازې دعمر دورځو شميره ورته ليکي اوبس .))

همدا راز دمهاباراتهه داسطورې دپای څو مصرعې را اخلو  چې زموږ له روان ژوند سره هم سر خوري :

اى (کرشنا !) دا هر څه مو اوريدلي اوليدلي دي .

حيران يم ،چې څنگه دپاچاهي اوشتمني لپاره ځان په گناهونو کې لتاړوو.

اودخپلوان دوژلو له پاره مو ملا تړلې ده .

نو دا به را ته ښه وي چې تر جگړې مخکې

پرته له دې چې خپل لاسونه دچا په وينو سره کړم .

اووسلې ته لاس وغځوم،

دابه راته ښه وي ، چې د(دريترا شترا ) دزامنو په توره ووژل شم .

سنجايا :

هو ! ارجن  په ډېر خپگان، د جگړې د ليکو ترمنځ داسې وويل :

خپله ليندۍ اوغشي يې لرې وغورځول اوپه خپله بگۍ کې کيناست. د کتاب ۱۱۴ مخ

***

خو ليکوال دځينو مشهورو اسطورو چې په ((تورات)) اونورو سپېڅلو کتابونو کې يې يادونه شوې ده ترې  په څنگ تيريږي اودهغو يادونه اړينه نه بولي .

که لږ څه خپلې مخکينۍ خبري ته ورستانه شو وبه وايو چې که لېوال دلومړي بشريت   د ذهن ژورې څاه ته ورکوز شوى اوهلته گيلگاميش او راماينه او  ونور څه گوري، غواړي وويني  اود هغو خبرې اورېدل غواړي، نو دا پوښتنه هم کوي چې دپښتون فرهنگ داتلانو هوجره اوديره چيرې ده . ؟ هغه د الادين څراغ په لاس په آريايانو پسې ورځي  اودهيرمند  اودسيستان دښتو ته را کوچيږي . هلته دپښتون ټبر داسطوره اې اسلافو څرک لگوي . په ٬٬خبره توگه،، دا په فرهنگي اوادبي څېړنو کې  لومړنی اوبا ارزښته کار دى  چې  په پښتو ادب اوفرهنگ کې  تر اوسه نه وه تر سره  شوى . خو هغه څه چې لېوال يې په کشف او را برسيره کولو برى مومي، چې هغه دټول لومړني بشريت  گډې  او شريکې زړبېلگې دي ، چې ليکوال يې پايلې ته رسيږي ۔ اودکارل گوستاويونگ دڅراغ ٬٬ټولنيز ناخبري شعور،، په مرسته هغه ورکه روښانه کوي.

دا سمه ده  چې دنورو دادبياتو په پرتله دپښتو ژبې په ځوان ادب (شعر اوداستان) کې اسطوره  لږه تته بريښي يا په بل عبارت نوى يې څرک وهلی دى ، خو په فولک اواولسي ادب کې يې پراخې سرچيني شته  چې د هغو پر بستر کيداى شي په زړه پوري وده وکړي.

په پښتو ادب کې دلنډيو ژانر  دپام وړ هغه دى . په لنډيو کې داسطورو ډېر ې زياتي ريښې شته ، چې ليکوال هم ورته اشاره کړې ده ، داستاد بهاءوالدين مجروح په يوه ليکنه کې چې په پښتو لنډيو کې يې دښځو په باب  کړې ده ،  دپښتني ټولنې دمحروم اوبې برخې قشر  ناخود اگاه ته زياتې اشاري شوي دي

***

ديو با ارزښته اثر په باب په لنډه توگه ويلي شو: چې  په ادبياتو کې داسطورو څېړنه  يو باارزښته اثر دى .  ددې اثر دمعلوماتې اړخ برسېره د اثر  ښوونيز  اولار ښوونيز ارزښت  لا زيات دى. دا اثر نورو څېړنو او پراختيا وو ته لار هواروي .  اثر دمسالي اهميت  په ډاگه کوي . دمعاصرې ارواپوهنې يا فلسفي ارواپوهنې پر بنياد څېړنه  چې زموږ په ادب او  فرهنگ کې تته اوناروښانه وه  دځوان نسل پام ځانته راا ړوي.

ډېره په زړه پورې داهم ده چې تر اوسه  چې کومې څېړنې دفولکلوريکو اشعارو او داستانونو په باب په پښتو کې شوې وې  هغو دا روح اوساه نه درلوده   چې لوستونکي ته يو تحليلي  څراغ ورکړي ، دپښتنو اويا اريايانو  داسطورو دا ډول څېړنه هم يو بې بديله گام و، چې اخيستل شوی دى هيله ده چې په راتلونکي کې نوره پراختيا هم وکړي. نوى نسل چې دمعاصرو اومدرنو زده کړو وس لري وکړاى شي خپلې څېړنې نړيوال معيار ته پورته کړي ، چې دا اثر يې ښه پيلامه کيداى شي .