پنجشنبه , 18 اپریل 2024

ولې ګازرې زموږ روغتیا ته ډيره ګټه لري؟

دا په ټولیزه توګه منل شوې خبره ده چې د پروسس شویو خوړو، غوښې، هغه جوړ شوي خواړه چې د ډيرې نشاېستې او یا خوږو درلودونکي دي، په پرتله میوې اود سبو ټول ډولونه زموږ روغتیا او سلامتیا ته ډيءه ګټه لري، نو د خپلې روغتیا لپاره د خپلو خوړو په بکسه کې د مارس کاکو یا شکلاتو کتارونو مه جوړوئ بلکه یوه مڼه او یا یو کیله کیږدئ، چې دا یوه مڼه او یا کیله ستاسو روغتیا ته ډيره زیاته ګټه لري.
خو کله چې تاسو غواړئ د روغتیايي خوړو په اړه د وروستیو څیړنو پلټنه وکړئ نو تاسو به ضرور د ګازرو له نوم سره مخامخ کیږئ، د نورو روغتیايي سبو بر عکس تاسو کولای شئ یوه اومه یا نا پخه شوې ګازره د مڼې او یا کیلې په شان وخورئ، ګازرې یو له هغو لږ شمیر سابو له ډولونو نه ګڼل کیږي چې د میوو په شان خامه یا ناپخ شوې خوړل کېدای شي، دا د ګازرو ډيره غټه ښېګڼه ده چې هم پخ شوې او هم ناپخ شوې خوړل کیږي، تاسو کله چې یوه ناپخ شوې اومه ګازره خورئ د روغتیايي ګټو په خوا کې خوندوره هم ده، دا ډول د ماشومانو هم ګازرې خوړل خوښ دي، داځکه سره له دې چې په میوو کې د اړتیا وړ ویټامینونه او مینرالونه شته، په میوو کې په سمه توګه قند شته، په یوې ګازرې کې ډير لږ کاربو هایدرایتونه carbohydrates شته، نو په دې بنسټ ګازرې یو ایډیال او ستاسو د خوښې خواړې دي ، د بیلګې په توګه که چیرې غواړئ چې وزن مو کم شي.
دا چې ولې ګازرې باید په منظم ډول وخوړل شي لاندې ډيء زیات دلیلونه راوړل شوي دي:
د A ویټامین vitamin A
یوه ګازره بیخي ډير د A ویټامین لري، د A ویټامین په غوړو کې د حل کېدو وړتیا لري، دغه ویټامین د وجود د حجرو یا ژونکو په تولید او د پوستکي په رغولو کې مرسته کوي، دا ډول دغه ویټامین ستاسو د لید په ځواکمنتیا کې هم پوره مرستندوی دی، دا ډول د A ویټامین ستاسو د بدن د دفاعي یا ستنودویه سېستم په ځواکمنتیا او ساتنه کې ډير ارزښتناک رول لوبوي، A ویټامین د ماشومانو د ودې د بهیر لپاره ډير اړین او ارزښتمند دی. ستاسو د بدن د سلامتۍ او روغتیا لپاره د سبو د A ویټامینو سرچینې یا منابع یو ښه ټاکڼه ده، خو که چیرې تاسو د A ویټامین د اړتیا له کچې نه ډير کاروونکی یاست، دا ستاسو روغتیا لپاره ښه خبره نه ده، دا یو په غوړ کې حل کېدونکی ویټامین دی، دا ستونزه هغه مهال منځ ته راځي چې تاسو دغه ویټامین د ویټامین لروونکو درملو له لارې ترلاسه کړئ، نو ځکه زه تل وایم چې ( خپل د اړتیا وړ ويټامینونه له خوړو نه ترلاسه کړئ نه له ویټامین لرونکو درملو نه).
beta carotene
بیتا کاروټین یو pro-vitamine A دی، یانې دا چې بیتا کروټين د A ویټامین په بدل کې ستاسو بدن سره مرسته کوي، نو له همدې امله ستاسو بدن له بیتا کروټيڼ نه پرته A ویټامین لږ لري، د( ۱) څیړنو نه دا پایله ترلاسه شوه چې بیتاکروټين یو ډير ښه antioxidant دی چې د ازادو رادیکالونو په وړاندې جګړه کې مرسته کوي.
( Vitamin B) ویټامین B
ګازرې دا ډول د B ویټامینو یو ښه او ارزښتناکه سرچینه ده، ګازرې د B1, B2 او B6 ویټامینو درلودونکي دي، ګازرې ستاسو د بدن د دفاعي یا ساتونکي سیستم، عصبي سیستم، هضمي سیستم او هورمونونو ته په کافي کچه اړین B ویټامین ورکوي.B6 ویټامینونه د پړسوب او التهاب په کنترول کې رغنده رول لري، دویمه څيړنه دا ښيي چې B6 ویټامین د کولمو تحریک منونکي سندروم په کمولو کې مرسته کوي.
( Vitamin C) ویټامین C
۱۰۰ ګرامه ګازره کولای شي د هغو Cویټامینو ۷ سلنه برخه چمتو کړي ، کوم چې هره ورځ باید یو انسان یې ترلاسه کړي، C ویټامین په تیره ستاسو د بدن پوستکي، وېښتو او ستاسو د بدن ساتندویه سېستم سره ډيره مرسته کوي، C ویټامین یو ځواکمن antioxidant دی چې د زړه او رګونو د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.
Potassium پوتاشیم
د هډوکو کمزورتیا یا خرابېدل په لوړ یا د زړښت په عمر کې یوه عامه ناروغي ده ، ډيری خلک په دې پوهیږي چې د دغې ستونزې د مخنیوي له پاره باېد په کافي کچه کلسیم calcium تر لاسه کړي، خو یواځې د کلسیم تر لاسه کول بسنه نه کوي، تاسو اړیاست چې باید پو تاشیم هم په کافي کچه ترلاسه کړئ، ۳ شمیرې څیړنې دا ښيي چې پوتاشیم نه یواځې دا چې هډوکي له کمزورتیا او ورستېډو نه ساتي، بلکه د وینو فشار په منظم او سم ساتلو کې پوره مرسته کوي، دا ډول د مغزي سکتې د پېښېدو شونتیاو کچه راټيټوي، ورسره د زړه او د رګونو د ناروغیو د ګواښ شونتی کچه هم تر ډيره راکموي. نو د دغو ګټو تر لاسه کولو لپاره تاسو باید داسې ونه کړئ چې کله ناکله روغتیايي خواړه وخورئ، بلکه تاسو باېد تل په منظم او سم ډول د یو مهال ویش په بنسټ روغتیايي خواړه وخورئ.
سپڼسي یا تارونه یا رېښې fibers
همدا ډول د خوړو د رېښو یا تارونو یا سپڼسيو په سیمه کې هم ګازرې ښې نومرې لري، د یوې ګازرې په ۱۰۰ ګرامه برخه کې۳ ګرامه سپڼسي شته، چې دغه کچه د هغو سپڼسیو ۱۰ سلنه جوړوي کوم چې یو انسان ته د هره ورځ ترلاسه کولو لارښونه شوې ده، د خوړو سپڼسي ډير وخت د کولمو د دندو په روغتیاي ډول تر سره کولو لپاره ډير ښه وي، دا ډول د خوړو سپڼسي ستاسو په وینه کې د پاېداره قندو د اخېستو څارنه هم کوي.
ګلایسمیک بار یا لوډ glycemic load
لکه څنګه چې وښودل شوه او تاسو به یې ولولئ چې ګازرې ستاسو روغتیا ډيرې زیاتې ګټورې دي، ګازرېځينې ورته خوصوصیات لري، د بیلګې په ډول یوه مڼه ډير لږ قند لري، که چیرې تاسو د شکرې ناروغي ولرئ نو دا ډيءه مهمه ده چې ستاسو په وینه کې د قندو کچه په پاېدار ډول وساتل شي.
تاسو به ووایاست چې د ګازرو ښې؛ڼې یا نومرې لوړې یا ډيرې دي، دا په بشپړ ډول سم نه دی، دا رېښتیا ده چې ګازرې د کاربوهایدریتونو درلودونکي دي چې په ژر هضم کې پوره مرسته کوي، خو دغه کاربوهایدریتونه بیخي ډير لږ دي، نو انډولیزه توګه، د ګازرو ګلایسمیک بار (Glycemic Load) ستاسو د وینې د قندو پر کچې یا اندازې ډير لږ اغیز لري.
پایلهConclusion
ګازرې ستاسو د خوښې هغه خواړه دي چې ستاسو وزن کمويو ستاسو په وینه کې د قندو کچه برابره او پاېډاره ساتي، دا ډول که تاسو ژر او روغتیاي خواړه غواړئ ولرئ نو دا ګازرې دي، ګازرې ډيء زیات د A ویټامین لري، دا ډول C ویټامین هم ډير لري، همدا شان د پوتاشیمو ډيره ښه سر چینه ګڼل کیږي، نو ځکه ګازرې د بروکسل د سپیورتچیس spruitjes ( غوزانو په کچه دوړو کرمو په شان سابه دي چې بلجیمیان یې ډير خوري : ژباړنه) په خوندوره مزه لري، او کولای شو چې د یوه ښه د دغه روغتیايي خوړو د خوړلو لپاره ماشومانو ته په اسانۍ قناعت ورکړو، که دا څه خوندور دی، نو په اسان او سمدلاسه یې دخوپلو خوړو په لړ یا رژیم کې شامل کړئ او ستاسو بدن ته له رسېدونکو ګټو نه یې خوند واخلئ.
له هالنډي ژبې نه د کوچۍ ژباړه