ويټامینونه او په ښکلا کې یې ونډه

منظم او سالم غذایي رژیم له اضافي چاغوالي مخنیوی کوي. پر دې سربېره ويټامینونه او معدني مواد پوست ښکلی کوي، نوکونه کلکوي، غاښونه او ورۍ روغې ساتي او د وېښتانو ځلا او ښکلا ډېروي.

د (A) وېټامین:

د اې ويټامین دنده د پوست ساتنه ده. دغه ويټامین د سلولونو د ژوندي کېدو لامل کېږي او پوست ځوان ساتي. کولی شی دغه ويټامین د (رتینولو) په ډول په ینه، هګیو او شیدو کې او د (بتاکروتن) په ډول په مېوو او سبو کې پیدا کړئ. دغه ويټامین چې په ګازرو، پالکو او کچالو کې پیدا کېږي، په لږ بخار ورکولو سره د خوړو لپاره تیارېږي.

د (B) وېټامین:

د بدن پوست، وېښتان او نوکونه د (B) ويټامین ته اړتیا لري. د B6 ويټامین د (کلاجن) په جوړولو کې ونډه اخلي. دغه راز د B7 ويټامین د پوستکي له سلولونو څخه ساتنه کوي.

د (C) ويټامین:

د (C) ويټامین په سلولونو کې د (کلاجن) د تولید لامل کېږي او د وریو له کلکوالي سره مرسته کوي. یوه څه ته مو باید پام وي چې دغه ويټامین د تودوخې په ډېره کمه درجه کې له منځه ځي، نو له همدې کبله روغتیا پالان سپارښتنه کوي، هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې د (سي) ويټامین لري، باید خام وخوړل شي.

لیکنه : حمیدالله حمیدی